افغانستان

د خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو له زندانه د رحیم سعیدي د خلاصون غوښتنه وکړه

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په يوې خبرپاڼه کې په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د ټلویزیوني خپرونو چمتو کونکي رحیم سعیدي پر نیول کېدو خواشیني څرګنده کړې او له « د قيد او شرط پرته»يې د هغه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

که څه هم دې سازمان د ښاغلي سعیدي د نیول کېدو کره نېټه نه ده ویلي، خو ځینو رسنیو ویلي، چې ښاغلی سعیدي د روان کال د چنګاښ  پر ۲۴ د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

دغه سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د بيان ازادۍ ته درناوی وکړي او د دوى په بند ټول خبریالان له قید او شرط پرته خوشې کړي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي:« له بده مرغه د هېواد  خبریالان او د رسنیو فعالان د نړۍ د نورو برخو په پرتله له جدي ګواښونو او زیانونو سره مخ دي، دوى خپلواکي، د وينا آزادۍ حق، اقتصادي ملاتړ او د خلکو د خبرولو امکانات نه لري.»

طالبانو د رحیم سعیدي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د افغانستان د خبريالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) وویل چې د روان زيږديز  کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د خبریالانو د ګواښلو او نيولو لږترلږه ۹۰ پېښې ثبت کړي دي.

د خبريالانو ددملاتړ نوموړى سازمان وايي، دغه راپور د روان زيږديز کال له جنورۍ څخه تر جون مياشتې په بر کې نيسي، چې ښيي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خبریالانو او رسنیو له حقوقو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۸۹ پېښې ثبت شوې دي.