افغانستان

طالبان: د افغانستان د خبريالانو مرکز زمونږ سره رسمیت نه لري

د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د افغانستان د خبريالانو مرکز د دوی سره رسميت نه لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند حبیب غفران ویلي، د دې ادارې له خوا خپاره شوي شمېرې او راپورونه «بې بنسټه» دي.

هغه زیاته کړې، چې د دغې ادارې راپورونه ناسم او د اعتبار وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبريالانو مرکز د پنجشنبه( د چنګاښ  ٢٨مه) په اعلان وکړ چې د روان زيږديز  کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبریالانو د گواښ او توقیف اړوند لږ تر لږه ۹۰ پېښې ثبت کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په ثبت شویو پېښو کې د طالبانو لخوا خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د ګواښ ۶۰ قضيې او د ۲۹ خبریالانو نیول شامل دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز همداراز راپور ورکړی چې طالبانو په دې موده کې د ٧ رسنیو د تړلو ګواښ هم کړی دی.