افغانستان

په پروان کې چاودنې دوه تنه ووژل

 سرچينو آمو سره په اړيکه کې ويلي چې په پروان ولايت کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه نن (شنبه د چنګاښ  ٣٠مه) د چاريکار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د سرک نو په سيمه کې شوې ده.

په همدې حال کې د پروان ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند فضل رحيم مسکين يار هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې دغه چاودنه د يوې زړې اوسپنې په منځ کې د ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.