سرچينو آمو ته د يوې ويډيو په لېږلو سره ويلي دي، چې طالبانو د يو ځوان جسد له يوې اونۍ بند وروسته د هغه کورنۍ ته سپارلى دى.
سرچینې زیاتوي، چې دغه ځوان حکمت الله بارکزی نومېده او د طالبانو په استخباراتو پورې تړلو کسانو یوه اونۍ وړاندې له خپل کور څخه په بېلابېلو پلمو نیولی و.
د يادو سرچينو د څرګندونو پر بنسټ، د دغه ځوان پر بدن د شکنجې او وهلو ټکولو نښې ليدل کېږي.
د يادونې ده، چې د دغه ځوان مړى پرون (جمعه، چنګاښ ٢٩مه) د هغه کورنۍ ته سپارل شوى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.