د ډلييز امنیت تړون د سازمان سرمنشي ایمانګلي تسماګبیتوف وايي، افغانستان په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ «اصلي» سرچینه ده.
تسماګبیتوف پرون شپه( جمعې شپه،د چنګاښ ٢٩) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د ډله ییز امنیت تړون سازمان د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ننګونو د حل لپاره یوه کاري ډله جوړه کړې ده.
خو طالبانو تر دې مخکې ویلي وو چې د دوی تر واک لاندې د افغانستان په خاوره کې کومه ترهګره ډله شتون نه لري او نورو هېوادونو ته لدې خاورې کوم ګواښ نه شته.
خو د ډلييز امنیت تړون د سازمان سرمنشي ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې ترهګري، افراطیت او د نشه یي توکو قاچاق جدي او مخ پر زیاتېدونکي ګواښونه دي.
ښاغلي تسماګبیتوف همدا راز زیاته کړې چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د ملګرو ملتونو د سوله ساتو همکاریو په اړه غور کوي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې الیزابیت سپهار تېره شپه د امنیت شورا په غونډه کې ويلي چې ملګري ملتونه له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو د لا ښه، همغږي او سيستماتيکه طريقه د پرمختګ لپاره د فرصتونو په لټه کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزير سرګي ورشینین ویلي، چې د شانګهای د همکاریو د سازمان یو لومړیتوب د « له افغانستانه د پېښېدونکو ګواښونو» سره مبارزه ده.
د يادونې وړ ده، چې د امنیت شورا غونډه پرون شپه (جمعه شپه، چنګاښ په ٢٩مه) په نیویارک کې د یو شمېر سیمه ییزو او فرعي سیمه ییزو سازمانونو او هېوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو او د شانګهای د همکاریو سازمان، د ډلييز امنیت تړون سازمان او د ګډو ګټو هېوادونو سازمان په ګډون جوړ شوى و.