د سيد محمد حسيني په نوم يو تن په باميان کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.
سرچينو آمو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، چې دا پېښه د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په کارګاه سرقول کلي کې شوې ده.
دغو سرچینو ویلي، چې د دغه کس د وژنې لامل شخصي شخړه وه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، سيد محمد حسيني پخوا د باميان د پخواني والي سيد انور رحمتي ساتونکى و.
دا په داسې حال کې ده، چې د شخصي دښمنۍ او اختلافات له امله هر کال په ټول هېواد کې لسګونه کسان قرباني کېږي.
پوهان وايي، چې د دا ډول پېښو لامل په ټولنه کې د سواد د کچې ټيټوالى او د ټولنې دودونه دي.