سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د پنجشنبې پرون شپه(پنجشنبه، د چنګاښ ٢٨مه) په هرات ولایت کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه او یو تن ټپي شوى دی.
د سرچينې په وينا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کرولا ډوله موټر د هرات – اسلام کلا پر لويه لار د راج په سيمه کې له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ډېرى قربانيان د کرولا سپاره دي.
په دې وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله لسګونه کسانو ژوند بايللى.
په هغه ترافيکي پېښه کې چې د سه شنبې په ورځ د سالنګ پر لاره رامنځته شوې وه، لږ تر لږه له ۱۷ تنو ژوند واخيست.
د دغو ترافيکي پېښو ډېرى لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او د تګ راتګ د لارو خرابوالى ښودل شوې دى.