د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو کميسیون وايي، پرون (پنجشنبه، چنګاښ ٢٨مه) د سپین بولدک له لارې ۳۷ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.
د دغه کمیسیون د خبرپاڼې پر بنسټ، د دغو کورنیو د غړو شمېر ۲۰۲ تنه دی.
ایران او پاکستان هره ورځ یو شمېر افغان کډوال د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نيسي او افغانستان ته يې لېږدوي.
ملګرو ملتونو پر دغو هېوادونو غږ کړی چې د افغانستان د نامناسبه شرایطو له امله دې د کډوالو له ایستلو ډډه وکړي.