افغانستان

مایک پامپيو وايي، له افغانستانه د امریکا د وتلو له څرنګوالي «بېزاره» دى

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پامپيو وايي، د بايډن  لخوا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له څرنګوالي «بېزاره» دى.

پومپيو د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون ته په وینا کې د ټرمپ ادارې ته په اشارې سره وویل: «موږ له افغانستانه په باعزته وتل پیل کړي کړي و.»

مایک پومپیو له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ډونلډ ټرمپ د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړي د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په لاسلیک کې هم ګډون کړی و.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هغه وخت کې د تېر حکومت د استازو له شتون پرته له طالبانو سره د سولې خبرې اترې مخ ته وړلې.

یو شمېر کارپوهان وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د تېر افغان حکومت د نسکورېد لامل شوه.