ملګرو ملتونو راپور ورکړی، چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو ځپلي بېړنیو مرستو په ځانګړې توګه خوراکي توکو او سرپناه ته اړتیا لري.
د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دغو کورنیو شمېر ۷۳۴ اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو نوی راپور ښيي چې د ننګرهار، کونړ، لغمان، بدخشان او نورستان ولایتونو ۲۱ ولسوالۍ سېلابونو ځپلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۴۰ او د ټپیانو شمېر تر ۲۵۰ تنو اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ننګرهار کې د سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر ۴۵ او د ټپیانو شمېر ۳۵۰ تنه څرګنده کړی دی.
د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د دېوال د نړېدو له امله ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي.
په دې ویجاړونکو سېلابونو کې ښځو او ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سېلاب له امله د ننګرهار د یوه اوسېدونکي، ۱۴ کلنه لور هم مړه شوې ده.
هغه وايي، چې د لور جسد يې نه دى پېژندلى او يوازې د هغې له جامو څخه معلومه شوه، چې لور يې په مړو کې ده.
دغه اوسېدونکي آمو ته وویل: «ډېره ګڼه ګوڼه وه، ما هغه بیا په هدیره کې وموندله. کله چې زه لاړم، مغزو مې کار نه کاوه، ما خپله لور نه پیژندله، زما یو ملګری و، هغه وویل: ماما، دلته راشه، ستاسو لور دلته ده. چې ما هغه ولیده، ما هغه له جامو وپېژندله.»
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی وایی: «ډېر باران ورېده. لور مې دېوال ته راغله. دیوال یې پر سر ونړېد، لور مې ورکه وه، بیا مې پیدا کړه او روغتون ته مې راوړه.»
ملګري ملتونه وايي، هغه لارې چې د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه له خپلو ولسوالیو سره نښلوي تړل شوي او اوس تر ۷۳۰ ډېرې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په تورخم کې د کډوالو ۴۰۰ خیمې ویجاړې شوې، چې په پایله کې یې زرګونه کسان یې بې کوره کړي دي.