افغانستان

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل

Nangarhar province in the afermath of heavy rains. File photo. July 15, 2024.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورښت، د سېلابونو د راوتلو او سختو بادونو خبرداری ورکړی دی.

دغې ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پروان، ميدان وردګو، کابل، ننګرهار، لوګر، غزني، پکتيا، خوست، پکتيکا او سالنګونو کې به د چنګاښ له ۲۹مې تر ۳۰مې پورې د سختو بارانونو او تېزو بادونو سره سیلابونو راوتلو وړاندوينه کړې ده.

د دغه خبرپاڼې له مخې د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې د ۱۵ او ۴۰ ملي مترو تر منځ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې اوونۍ کې په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

يوازې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د توپان او سېلابونو له امله د یوې کورنۍ لس غړي مړي شوي دي.