افغانستان

طالبانو د لمریزې برېښنا د دریو پروژو تړون لاسلیک کړ

د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت نن ( پنجشنبه، چنګاښ  ٢٧مه) په کابل کې په یوه ناسته کې له یوه خصوصي شرکت سره د لمریزې برېښنا د دریو پروژو تړون لاسلیک کړ.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وايي، دا پروژې به په فراه، ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې پلې شي.

د يادولو وړ ده، چې د دغو پروژو ارزښت ۲۵ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ګرمۍ له ډېرېدو سره هېوادوال؛ په ځانګړي ډول د کابل اوسېدونکي په هېواد کې د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې په اوسط ډول په ٢٤ساعتو کې  اته ساعته برېښنا لري.

له بلې خوا دغه ښاريان وايي، چې کله کله د برېښنا بيلونه له مصرف کړې برېښنا څخه زيات وي.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت د دوی د برېښنا بیلونه په کره توګه  نه محاسبه کوي او ځینې وختونه د دوی د برېښنا بیلونه له یوې میاشتې تر بلې میاشتې د ۱۰ زره افغانیو په توپیر راځي.

دغه اوسېدونکي وايي، چې د کار او څرګند عايد د نشتوالي له امله نه شي کولاى، د افغانستان د برېښنا شرکت له خوا حساب شوي زيات لګښتونه ورکړي.