د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود ویلي، چې «د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو» دوام به«خطرناکه پایلې» ولري.
ښاغلي مسعود له امریکايي خبریال شان راین سره په مرکه کې ویلي چې طالبان د جهادي ښوونځیو د جوړولو لپاره د امریکا پیسې کاروي.
هغه په مرکه کې زیاته کړې، «طالبانو د امریکا په پیسو ۹۰۰ نادولتي موسسې جوړې کړې دي.»
د مقاومت د جبهې د مشر په وینا، د امریکا له مرستو سربېره، طالبان په دې توانېدلي چې په کال کې د نشه یي توکو له سوداګرۍ پرته دوه نيم میلیارده ډالره عاید لاسته راوړي.
نوموړي د مرکې په یوه بله برخه کې ټينګار کړى، چې بهرني جنګیالي افغانستان ته د روزنې لپاره راځي او بیا وځي.
مسعود زیاته کړه: «موږ نه پوهیږو چې بهرني جنګیالي چیرته ځي.»
د مقاومت د جبهې مشر ویلي دي چې پر افغانستان د طالبانو د واک له تر لاسه کولو وروسته هغه غوره ګڼله چې په هېواد کې د دغې ډلې پر ضد د ملي پاڅون لپاره ووژل شي.
د ښاغلي مسعود په وینا د مقاومت جبهې په تیر یو نیم کال کې هېڅ يو تن وژلى او اسير کړى نه دى.
د يادولو وړ ده، چې د امریکا د استازو مجلس تر دې مخکې هغه طرحه تصویب کړې وه چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د امریکا د هر بنسټ د پیسو د استولو مخه نیسي.