افغانستان

ایران او پاکستان په دوو ورځو کې شاوخوا يوزرو۵۰۰ کډوال  ايستلي

File-photo

په دوو ورځو کې نږدې يو زرو ٥٠٠ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې (دوشنبه، د چنګاښ ۲۵ او سه شنبه، ۲۶مه) يو زرو ۴۰۸ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول او په خپله خوښه ایستل شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ایران يو زرو ۲۱۸ او پاکستان ۱۹۰ کسان ایستلي دي.

دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۴۳ تنه د تورخم او ۱۴۷ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

په همدې حال کې، ۸۲۷ کډوال د اسلام کلا  او ۳۹۱ تنه د پل ابرېشم د پولې له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان او ایران یوه ورځ وړاندې يو زرو۶۱۴ افغان کډوال ايستلي وو.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميسيون  وروسته له هغه  چې د پاکستان لخوا د افغان کډوالو د جبري ايستلو «ځنډول» تایید کړل، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ نه ده ځنډول شوې او د تېر په څېر دوام لري.