افغانستان ښځې

د امریکا د سولې انسټیټیوټ: د دوحې په غونډه کې د ښځو د حقونو د بحث نشتوالی «د جوړجاړي لپاره هڅه» وه

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یوه تحلیل کې ویلي چې د دوحې د دریمې غونډې د اجنډا په عمومي بڼه کې د ښځو د حقونو نه شتون طالبانو ته یو غیر ضروري امتیاز او د « جوړجاړي لپاره هڅه» وه.

دغه انسټیټیوټ وايي، ملګرو ملتونو د دوحې په دریمه غونډه کې داسې يو پلان وړاندې کړ چې د طالبانو له ګټو او همداراز د ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزو قدرتونو لکه چین او روسیې له ګټو سره يې سمون درلود.

په دغه تحلیل کې راغلي، «په سیمه کې مهم هېوادونه، د امنیت شورا دایمي غړو لکه روسیه او چین په ګډون د ملګرو ملتونو په هغه پروسه کې چې طالبان پکې نه وي شامل د دوام ورکولو لپاره هیڅ دلیل نه ویني.»

دغه انسټیټیوټ د دوحې د دریمې ناستې په اړه د انتقادي نظرونو په حواله لیکلي چې د دوحې د دریمې ناستې په څېر د غونډو جوړول طالبانو ته مشروعیت ورکوي او د دوی د «ځپونکې پالیسۍ» پلانونو ته لا نوره چټکتيا ورکوي.

دغه سازمان د افغانستان په اړه د دوحې دریمه غونډه بې پايلې بللې ده.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ د اختلافاتو په نظر کې نيولو سره وړاندیز کړی چې د هېواد د ستونزو یوازینۍ اغېزمنه حل لاره په کابل کې د ملګرو ملتونو له ماموریت سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل دي.

ياد انسټیټیوټ زیاته کړې، که د طالبانو د مخالفت له امله د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل ناشونې وي، نو له تخلیقي حل لارو لکه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت ځواکمنول چې د خبرو اترو د یوې برخې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او د هغو بسپنه ورکوونکو ترمنځ چې د بېړنیو مرستو د لېږد په لټه کې دي، قوي همغږي په کار واچول شي، د دوامدار پرمختګ لپاره باید تعقیب شي.

د نوموړي انسټیټیوټ تحلیل وايي، د دوحې د دریمې غونډې په اړه جنجال د افغانستان په اړه د لویدیځ تمویل کوونکو، د طالبانو د مشرتابه او سیمه ییزو قدرتونو لکه چین او روسیې ترمنځ  د «لوړې کچې بې باوري» ښودلې ده.

تحلیل کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو ملي ګټې «له طالبانو سره کره او اصولي تعامل» له لارې غوره کیږي.

له بلې خوا، دغه انسټیټیوټ وايي چې «د افغانانو سخت اقتصادي وضعیت او د خوړو ناخوندیتوب» د سیمې ثبات (ان اروپا، د نړیوالې کډوالۍ له لارې) ګواښي.

د امريكا د سولې انسټیټیوټ له لوړ پوړو امریکايي چارواکو غوښتي چې د افغانستان په اړه په غونډو کې د یوې “مهمې” مسٸلې په توګه نړیواله همغږي وساتي.