افغانستان ښځې

د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ په تفریح ​​ځایونو کې د ښځو پر حضور بندیز ولګېد

Faryab Province. File photo.

طالبانو د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې په تفریحي ځایونو ته د ښځو او نجونو په ورتګ د يوې خبرتيا  په خپرولو بندیز لګولی دی.

د طالبانو د «امر بالمعروف» رياست په دغه خبرتيا  کې خلکو ته خبردارى ورکړی چې که د دوی له امر څخه سرغړونه وکړي نو د « سرغړونکو ښځو د محرمانو» سره به «قانوني» چلند وکړي.

د طالبانو په دغه خبرتيا کې د خواجه غار، دره شاخ او دره رنګ ځینې سیمې د ښځو لپاره د منع شوي ځایونو په توګه نومول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو  د افغانستان له خلکو سره د طالبانو د امربالمعروف وزارت د کړنو او چلندو په اړه پخپل وروستي راپور کې دغه وزارت د بشري حقونو تر ټولو لوی سرغړونکی بللی دی.

د ملګرو ملتونو راپور کې راغلي، په ځينو مورادو کې د طالبانو امر بالمعروف ولایتي ادارو کارکوونکي له خلکو سره د طالب چارواکو د لارښوونو خلاف او له اسلامه د خپل تعبیر پر بنسټ چلند کوي.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې د ښځو په ګډون څه باندې پنځوس زره کورنیو سیلانیانو د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د دره شاخ، دره زنګ او خواجه غار له طبیعي ځایونو او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

خو طالبانو له دې وروسته دغو سیمو ته د ښځو او نجونو پر ورتګ بندیز ولګاوه.