افغانستان

سرچینې: په فاریاب کې د«وسله والو» په برید کې پخوانی سرتېری وژل شوی

د هېواد په شمال، فاریاب ولایت کې سرچینو آمو ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د دولت پخوانی سرتېری خیرالله د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

سرچينو زياته کړې، چې دغه پېښه نن سهار (د چنګاښ ٢٥مه) د ميمنې ښار د پنځمې ناحيې اړوند په لومړۍ امنيتي حوزه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينو زياته کړې، چې دغه پخوانى سرتېرى د فارياب ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ د تيلان کلي اوسېدونکى و.

د پېښې انګېزه تراوسه نه ده څرګنده.

طالبانو هم  په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ګڼو راپورونو له مخې، طالبان د پخواني حکومت  د سرتېرو او حکومتي چارواکو په غير قانوني وژنو، شکنجو او زنداني کولو کې لاس لري.