د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافیکو ریاست په یوه خبرپاڼه کې د «بې اسنادو» موټرسایکلونو پر ګرځېدو بندیز لګولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په ښارونو او په ځانګړې توګه په کابل کې د طالبانو د موټرسایکلونو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.
دغه رياست وايي، که موټر چلوونکي يې له امر څخه سرغړونه وکړي، د قانون له مخې به ورسره قانوني چلند وشي او موټرسايکلونه به يې ضبط شي.
خو د پلازمېنې اوسېدونکي په کابل ښار کې د طالبانو د موټرسايکلونو پر زياتوالي نيوکه کوي او وايي چې ترافيکي قوانين نه مراعاتوي او د ترافيکي قوانينو خلاف (د اسنادو او جوازونو پرته) او د ښار په واټونو کې په تېز سرعت او مخالف لوري تګ راتګ کوي.
په همدې حال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافیکو ریاست له خوا په خپره شوې شپږ ماده ییز خبرداري کې راغلي: «ټول موټرسایکل او د هغوی چلوونکي باید قانوني اسناد (د موټر ګرځوبو جواز، د ، نمبر پليټ او د موټر چلولو جواز) ولري چې د اعتبار نېټه یې نه وي ختمه شوې.»
دغه اداره وايي چې ټول موټرسایکل چلوونکي باید د موټر چلولو پر مهال حفاظتي خولۍ په سر کړي.
دغه رياست وايي، چې په موټرسايکل کې بايد له دوو څخه زيات کسان سپاره نشي.
دغه رياست زياتوي، چې موټرسايکل چلوونکي بايد د ترافيکو د قانون خلاف د سړک په چپه لوري موټرسايکل ونه چلوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافیکو ریاست همداراز له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د موټرسایکل او موټر چلولو اجازه ورنکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې که خلک د موټر چلولو پر مهال پورتني ټکي په پام کې ونه نيسي، جدي قانوني چلند به ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو له خوا د موټرسایکلونو او موټرونو پر ګرځولو نیوکه کوي او وايي چې په ښارونو کې د طالبانو له راتګ وروسته په ښارونو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کچه لوړه شوې او د موټرسایکلونو او موټرونو د تګ راتګ له امله دوی اندېښمن دي.