افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې نږدې دوه زره کډوال ايستلي 

په یوه ورځ کې نږدې دوه زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون(شنبه، چنګاښ ٢٣) يو ززو ۹۵۳ افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په زوره او په خپله خوښه ایستل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پاکستان ۳۸۵ او ایران يو زرو۵۶۹ کسان ایستلي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې ۱۹۳ تنه د تورخم او ۱۹۲ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

په همدې حال کې د نیمروز د ورېښمو د پول له لارې يو زرو۵۶۹ نور کډوال هېواد ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، د افغان کډوالو د ويستلو د بهير «ځنډېدل» د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسيون له  تایید وروسته، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت  وويل چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ نه ده ځنډول شوې، او د تېر په شان به روانه وي.