د مقاومت عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو د عاشورا د مراسمو د امنیت د تامین په پلمه په هیواد کې د حسیني ماتم کوونکو «توهین او سپکاوی» کړی دی.
دغې شورا د حسیني له ماتم کوونکو سره د طالبانو چلند «ترهګرۍ او تاوتریخوالی» او د «بشري جنایت، د خلکو د مشروع آزادیو د محرومیت او د خلکو د رواني امنیت د تخریب» یوه بېلګه بللې ده.
د مقاومت عالي شورا په دغه خبرپاڼه کې ویلي:«موږ د طالبانو د ظالمې او یزیدي ډلې له خوا د حسیني ماتم کوونکو توهين، سپکاوی، نیول او زنداني کول په کلکه غندو.»
په دغه خبرپاڼه کې د طالبانو امر بالمعروف وزارت د طرزالعمل په استناد راغلي: «د عاشورا په ورځو کې د ماتم د مراسمو د ترسره کولو هر ډول ازادي له تنظیموونکو څخه اخیستل شوې ده، مراسم تر دریو ورځو پورې محدود شوي او آن د سنیانو ګډون په کې ( د طالبانو له لخوا) منع شوی دی.»
دې شورا په خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې یو شمېر شیعه دیني عالمانو د طالبانو له خوا چمتو شوې ژمنه لاسلیک کړې او ویلي یې دي چې پکې درج شوي موارد هیڅ «انساني او اسلامي بنسټ» نه لري.
د مقاومت عالي شورا پر نړۍ غږ کړی چې له « د بشر ضد عاملينو (طالبانو) سره د تعامل پر ځای د افغانانو غږ واوري او هغوى سره یو شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په کابل او د افغانستان نورو ښارونو کې د حسیني ماتم کوونکو د کاروانونو د ګرځېدو مخه نیولې او د ماتم مراسم یې تر دریو ورځو پورې محدود کړي دي.
تر دې مخکې سرچینو له هراته د ویډیوګانو او عکسونو په لېږلو سره ویلي و، چې په دغه ولایت کې حسیني ماتم کوونکو د طالبانو لخوا د دوى د بیرغونو د ښکته کولو مخه نیولې او بیا یې د شپې له خوا د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو پر ضد لاریونونو لاس پورې کړى دى.