د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو نوماند او پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پنسلوانیا کې د کمپاین پر مهال برید شوی دی.
ټرمپ چې په پنسلوانیا کې یې وینا کوله، له ډزو وروسته پر ځمکې ولوېد او امنیتي چارواکو ورسره مرسته وکړه څو پورته شي.
د سي اېن اېن په وینا ، وروسته له هغې چې له ځمکې پورته شو د خلکو کې په منځ کې يې چیغې وهلې،خپله لاس یې پورته نيولى و. امنیتي چارواکو له پېښې وروسته ټرمپ د پېښې له ځايه ېوړ.
د ټرمپ ویاند تایید کړې چې هغه ښه دی.
په ویډیوګانو کې د ښاغلي ټرمپ مخ په وینو لړلی ښکاري او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې «په امریکا کې د سیاسي تاوتریخوالي لپاره هېڅ ځای نشته.»
بایډن وویل چې هغه خوشحاله دی چې ډونالډ ټرمپ په ښه روغتیا ښه ده او په څو دقیقو کې به ورسره خبرې وکړي.
سپینې ماڼۍ له برید وروسته اعلان کړى، چې جوبایډن د امریکا د استخباراتو او د کورني امنیت د څانګې له مشرانو نه د ټرمپ په اړه د راپورونو د ترلاسه کولو په حال کې دى.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د برید تر شا د چا لاس دی.