د ناروې د کډوالو د شورا مشر يان اګلنډ له ډیپلوماټانو غوښتي چې د ښځو د حقونو د تامین لپاره افغانستان ته ستانه شي.
تر دې مخکې د بريټانيا د مرستو د څار ادارې ويلي و، چې په کابل کې د لويديځو هېوادونو نه شتون د مرستندويه ادارو کارونه ستونزمن کړي دي.
ښاغلي اګلینډ پر اېکس لیکلي: «بریټانیا او نور مرستندویان باید خپل ډیپلوماتان کابل ته واستوي او له موږ سره یوځای شي؛ څو د ښځو او نجونو د زده کړې،حقونو او د اقلیتونو د ملاتړ لپاره مبارزه وکړي»
هغه وايي چې بشرپاله ادارې او افغانان «ډېر یوازي» او د بودیجې د نشتوالي له امله تر فشار لاندې دي.
په همدې حال کې، د ناروې د کډوالو شورا پر بريټانیا غږ کړی چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په دغه هېواد کې خپل پرمختیايي پروګرامونه بیا پیل کړي.
دغې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري ناورینونو سره مخ دی.
دغه شورا زیاتوي چې په افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې کوچني کاروبارونه له ننګونو سره مخ دي او ښځینه متشبثې د مالي خدمتونو او پورونو په برخو کې ستونزو لري.