افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې له سلو زیاتې کډوالې کورنۍ ايستلي

له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ کې تر سلو زیاتې افغان کډوالې کورنۍ ويستل شوې او بېرته هیواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو ترادارې لاندې د باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې پرون (جمعه د چنګاښ ٢٢) له پاکستان او ایران څخه ۱۰۴ افغان کډوالې کورنۍ ايستل شوې دي.

په راپور کې راغلي چې دغه کډوال د هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

راپور وايي، ۲۸ کورنۍ د تورخم او ۱۷ نورې کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې ۴۵ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پولې او ۱۴ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

دا په داسې کې ده، چې د پاکستان لخوا د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر «ځنډول» د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د عالي کميسيون  له تاييد وروسته؛ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلا وکړ چې چې دا بهير نه دى ځنډېدلى او د تېر په څېر ادامه لري.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په د خبرپاڼې پر بنست، پاکستاني چارواکو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي  کميسيون مشر سره په کتنه کې ویلي و، چې د افغان کډوالو جبري ایستلو بهير به ودروي.