افغانستان

په کابل کې د محرم پر مراسمو د طالبانو بندیزونه دوام لري

د طالبانو او د اهل تشیع علماوو یوه ګډ کمیسیون کابل کې د عاشورا ورځې د مراسمو د امنیت څارنه او همغږي کوله.

سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو په کابل کې د محرم پر مراسمو بندیزونه لګولي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو له پرون راهیسې د کابل په استاد مزاري سړک کې د نذرونو د وېش څو مرکزونه خراب کړي دي.

سرچينو همداراز ويلي، چې طالبانو د محرم مراسمو لپاره د خلکو د کاروانونو پر ګرځېدو بنديز لګولى دى.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، پخوا به په حسينيه کې له زرو تر دوو زرو کورنيو د ماتم مراسم ترسره کول، خو سږ کال طالبانو د حسينيه ځايونه په مشخص کړي. یعنی له څلورو څخه تر پنځو حسینیه کسانو پورې باید په یوه حسینیه کې مراسم ترسره کړي.

سرچينې وايي، طالبانو سنيانو ته د شيعه ګانو په مذهبي مراسمو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې او په حسينيه ګانو کې يې پر لوډسپيکرونو بنديز لګولى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې هغه سند چې آمو ته لېږل شوى، ښیي چې طالبانو د عاشورا او محرم پر لس ورځنيو  مراسمو بې ساري محدودیتونه لګولي دي.

د سند له مخې، طالبانو له یو شمېر شیعه عالمانو څخه ژمنه اخيستې چې د عاشورا او محرم د میاشتې په مراسمو کې به د طالبانو محدودیتونه مني.

په دې سند کې چې صحت يې  آمو ته د دوو افغان شیعه عالمانو له خوا تایید شوی، ويل شوي چې د افغانستان شیعه وګړي حق نه لري چې سني وګړو ته د ماتم په مراسمو کې بلنه ورکړي.

دغه سند همداراز ښیي چې طالبانو د محرم د ماتم مراسم د محرم له اوومې او لسمې تر دریو ورځو پورې محدود کړي او دا مراسم باید د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.

طالبانو همداراز پر شیعه ګانو د ماتم په مراسمو کې پر ډلييز  ګډون او د رسنیو په پروګرامونو کې ګډون باندې بندیز لګولی دی.

طالبانو په دې اړه د آمو ټلویزیون اړيکو ته ځواب نه دی ورکړى.