سویلي آسیا

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ګيله من وزیر ساه ورکړه 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او شاعر ګيله من وزیر چې په اسلام اباد کې په یوه برید کې سخت ټپي شوی و، ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نوموړي مړینه تایید کړې او ويلي يې دي، چې د درملنې لپاره يې ټول امکانات په کار اچولي و، خو پايله يې نه ورنه کړه.

د هغه د ځینو پلویانو په وینا، ګيله من وزير  ٢٩ کلن و.

نوموړی د یکشنبې په ماښام (چنګاښ  ١٧) په اسلام اباد کې د یوې ډلې ناپېژنده کسانو له خوا سخت ووهل شو او ټپي شو.

ګيلمن وزیر له هغه وروسته د اسلام آباد په یوه روغتون کې بستر شوی و، خو وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی و.