افغانستان سویلي آسیا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: ټي ټي پي اوس په افغانستان کې دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي دي چې تحریک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) دا مهال په افغانستان کې دی.

طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د غړو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې له دغې ډلې ملاتړ نه کوي.

خو ښاغلي ډار د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خپل سل ورځني کار په راپور کې وویل: «موږ غواړو چې پاکستاني طالبان له افغانستانه وایستل شي.»

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، هغه د خپل راپور د وړاندې کولو پرمهال همدا راز ویلي چې پاکستان « له کابل سره ښې اړیکې غواړي».

هغه د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په خبرو کې افغانستان «ورور هېواد» بللی او ویلي یې دي چې د پاکستان ګاونډیان « نه بدلېدونکي دي».

هغه په ​​داسو او په دغه هیواد کې پر چینايي وګړو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې ټي ټي پي  غواړي له چین سره د پاکستان اړیکې خرابې کړي.

اسحاق ډار وايي «چین د امنیت په اړه ډیر حساس دی؛ چین روښانه دریځ لري چې نشي کولی خپل وګړي هغه ځایونو ته  چې امنیتي ستونزې پکې موجودي وي، ولېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو ډلو له خوا پر بېلابېلو هدفونو بریدونو  زیاتوالى موندلى دی.

د دغو بریدونو زیاتره پړه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په غاړه اچول کیږي.