افغانستان

د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو اټکل

Floods in northern Baghlan province. May 2024. File photo.

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو، د اورښت او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن (سه شنبه، چنګاښ ۱۹مه) او سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو اټکل شوي دى.

د وړاندوینې له مخې  د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت کچه به ​​له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې همداراز په لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو په سرعت سره د تېزو بادونو وړاندوینه کړې ده.