افغانستان

د مقاومت جبهې په هرات کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی غړو په هرات کې په یوه برید کې دوه طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د مقاومت جبهې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه برید تېره شپه (يکشنبه چنګاښ  ١٧) شاوخوا ۸:۵۰ دقيقې د هرات ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ترسره شوى دى.

طالبانو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د مقاومت جبهه ادعا کوي چې په دغه بريد کې يو ميل وسله هم د دوى غړو لاس ته ورغلې ده.

خو طالبانو تل ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې یې امنیت د خپل واک لاندې راوستی دی او هیڅ فرد یا ډله نشي کولای چې په هېواد کې امنیت ګډوډ کړي.

خو د افغانستان د امنیت د څار بنسټ د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې په تېرو دریو میاشتو کې په ۲۳ ولایتونو کې ۹۴ امنیتي پېښې شوې دي، چې ۵۷ یې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د جبهې له خوا ترسره شوي دي.