افغانستان

د افغانستان امنیت څار: په دریو میاشتو کې ۲۱۷ تنه په امنیتي پېښو کې وژل شوي

د افغانستان د امنیت څار بنسټ د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې په تېرو دریو میاشتو کې په امنیتي پېښو کې ۲۱۷ کسان وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې دغه پېښې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې ترسره شوې دي.

دغه بنسټ وايي، په دغو پېښو کې اکثره د مقاومت جبهې، د ازادۍ جبهې، داعش او نورو ډلو بریدونه شامل دي.

که څه هم طالبانو تل ویلي چې دوی په ټول افغانستان کې امنیت تامین کړی دی.

 خو په دې راپور کې راغلي، چې په تېرو دريو مياشتو کې ٩٤ امنيتي پېښې شوي، چې ډېرې يې په کابل کې ٤٧ پېښې، په هرات کې ١١ پېښې، په بغلان کې نهه پېښې او پنځه پېښې په تخار کې شوې دي.

په راپور کې همدا راز ویل شوي، چې په دريو میاشتو کې د ازادۍ جبهې ۱۹ بریدونه، د مقاومت جبهې ۵۷ بریدونه، داعش شپږ بریدونه او «نامعلومې ډلې» نهه بریدونه کړي، چې ډېری یې د طالبانو اشخاص او پوستې په نښه کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د دریو میاشتو په ترڅ کې د بې پیلوټه الوتکو درې بریدونه شوي، چې ډېری یې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې شوي دي.

د افغانستان د امنيت د څار بنسټ وايي چې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې وژل شوي کسان د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) غړي وو.

دغه بنسټ وايي، په دغو بریدونو کې ۱۸۰ طالبان وژل شوي او ۱۶۸ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو پر مرګ-ژوبلې سربېره، په تېرو درېیو میاشتو کې په بریدونو کې ۱۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

له پلوه د راپور پر بنسټ، په دغو پېښو کې ۱۶ «بهرني ترهګر» وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې د پاکستاني طالبانو غړي دي.

د افغانستان د امنيت د څار بنسټ دا هم وايي، چې په تېرو دريو مياشتو کې په هېواد کې په امنيتي پېښو کې درې بهرني ٶګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.