طالبانو په کابل کې د پل سوخته په څلور لارې کې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري مجسمه «تخريب کړې» ده.
ځایي اوسیدونکي وايي چې طالبانو غړو د جمعې په شپه (د چنګاښ په ۱۵ مه) دغه مجسمه «تخريب» کړې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي، طالبانو لومړی د عبدالعلي مزاري او د هغه د ملګرو د مجسمې مخ په برمې وتراشله او بیا یې پرې ګج وپاشه.
د یادولو وړ ده، چې د عبدالعلي مزاري او د هغه د څو تنو ملګرو مجسمه د «شهيد مزاري» په نوم څلورلاري کې جوړه شوې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې مخکې د شاه امان الله خان انځور چې د غازي او له انګلستان څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخیستونکي په توګه پیژندل شوی وو، او د پښتنو مشر عبدالغفار خان عکس یې هم د تورخم له دروازې لرې کړ او پرځاى يې خپل بېرغونه پورته کړل.
د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو دغه کړنې د هېواد له ملي نښانونو، د تاريخي شخصیتونو، فرهنګ او تاریخ سره دښمني بولي او وايي چې طالبان د هېواد د ملي سمبولونو د له منځه وړلو په لټه کې دي.
له بلې خوا دغه هېوادوال وايي، دغه سمبولونه او شخصيتونه د هېواد په تاريخ کې د افغان ولس د زړورتيا او سرښندنو يادونه ده او د هغوى له منځه وړل د هېواد له تاريخ سره دښمني ده.