افغانستان

د شبرغان – میمنې پر لویه لار ترافیکي پېښې ۸ تنو ته مرګ-ژوبله اړولې

د شبرغان – میمنې پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون د یوې کورنۍ اته غړي مړه شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې دغه پېښه د يوې کورنۍ د غړو د سپرلۍ د موټر او د سون توکو د يو ټېلر سره د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د دې راپور له مخې دغه پېښه تېره ورځ (يکشنبه د چنګاښ ۱۷مه) په خواجه دو کوه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د جوزجان د ترافيکو په رياست کې طالب چارواکي د دې پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او د موټر تېز چلول بولي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد پر لويو لارو ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې راپورونو پر بنسټ، یوازې په یوه اوونۍ کې په سمنګان، ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې په ترافیکي پېښو کې له لسو ډېر کسان مړه او تر ۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.