افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې نږدې دوه زره کډوال ايستلي

په یوه ورځ کې نږدې دوه زره کډوال له پاکستان او ایران څخه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون( شنبه د چنګاښ  ١٦)  يو زرو۹۲۹ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په (جبري ډول او په خپله خوښه) ايستل

 شوي دي.

د دغه راپور له مخې، پاکستان ۷۵۳ او ایران يو زرو١٧٦ کډوال ويستلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کډوال د نیمروز، کندهار او ننګرهار ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ياد وزارت ویلي، چې ۳۰۳ کسان د تورخم او ۴۵۰ تنه نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د همدې راپور له مخې، په نیمروز کې د ورېښمو د پل له لارې يو زرو١٧٦تنه کډوال افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان او ایران په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوال ایستلي وو.