افغانستان

میرضیایف: افغانستان د نړۍ له پامه غورځېدلى دى

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي، د افغانستان په اړه د نړۍ پام بدلون موندلى دى.

د ازبکستان ولسمشر په شوشا کې د ترکیې د هېوادونو د سازمان (او ټي سي) په غیر رسمي غونډه کې وویل چې د تمرکز د بدلون لامل د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د شخړو شتون دی.

د ازبکستاني رسنيو د راپور پر بنسټ، نوموړي په دې ناسته کې وويل: «له بده مرغه د نړۍ په نورو برخو کې د جګړو او شخړو د زياتېدو له امله د ګاونډي افغانستان وضعيت، چې په ميليونونو ترکان پکې ژوند کوي، د نړيوالې ټولنې له پامه غورځېدلى دى.»

خو ښاغلي میرضیایف ټینګار وکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

شوکت میرضیایف په دې غونډه کې په خپله وینا کې له افغانستان سره د مرستې لپاره د همغږي اقدام غوښتنه وکړه او هغه ننګونې چې دا هېواد ورسره د نړۍ د شخړو په ترڅ کې مخ دي، د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه د ترکيې د هېوادونو د سازمان په سرمشريزه غونډه کې

له افغانستان سره د مرستې لپاره د خپل هېواد پر ژمنتيا يې ټينګار وکړ او ويې ويل« ازبکستان به  د افغانستان له خلکو سره لازمو مرستو ته دوام ورکړي »

ښاغلي میرضیایف د اقتصادي اقداماتو اهمیت؛ په ځانګړې توګه د د کنګل شويو پيسو ازادولو ته په اشارې وويل: «موږ باور لرو چې په بهر کې د افغانستان د کنګل شويو مالي شتمنيو بېرته سپارل به په هېواد کې د ټولنيز(بد) وضعيت  په کمولو کې مرسته وکړي.»

د ازبکستان ولسمشر همداراز د افغانستان د وضعیت د هواري لپاره د ترکیې د هېوادونو د سازمان (او ټي سي) د غړو هېوادونو ترمنځ د همغږو هڅو غوښتنه وکړه.