د مقاومت جبهې ادعا کړې، چې په کابل کې د دوی د غړو په برید کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا برید پرون شپه(جمعه د چنګاښ ١٥) شاوخوا اته بجې د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې د دروازې مخې ته شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د مقاومت جبهې مخکې ویلي وو چې د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې په یوه بل برید کې يې یو طالب وژلی او دوه نور يې ټپیان کړي دي.
د يادې جبهې د خبرپاڼې له مخې دغه بريد تېره شپه ناوخته د دغه ولايت د نورګرام ولسوالۍ په دهن دره کلتن سيمه کې ترسره شوى دى.