د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې اعلان کړى، چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د کانکور دازموینې دویم پړاو پیلوي.
د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په لغمان، ننګرهار، نیمروز، کندهار، فراه او هلمند ولایتونو کې د کانکور ازموينه په دريو ورځو کې واخیستل شي.
طالبان دا ازمویتنه په پنځو پړاوونو کې اخلي.
لومړی پړاو د جون په ۱۷، ۱۸ او ۱۹ په میدان وردګو، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کنړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان ولایتونو کې ترسره شو.
دوهم پړاو د چنګاښ په لومړۍ او دوهمه په کابل ولایت کې ترسره شو.
دریم پړاو د چنګاښ په ۷ او ۸ په تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، ارزګان، بغلان، دایکندي او بدخشان ولایتونو کې ترسره شو.
دغه ادارې په وينا، څلورم پړاو به په ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نيمروز ولايتونو کې په ١٤مه، ١٥مه او ١٦مه واخيستل شي.
پنځم پړاو، چې متفرقه او «خارج مرز»ازموینه پکې شامله ده، د چنګاښ په ٢٤به ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان د واک ته رسېدو راهيسې، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منعې کړې او پوهنتونونه یې د نجونو او ښځو پر مخ تړلي دي.
دا پرله پسې دريم کال دی چې طالبان د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه اخلي.
د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو بندیزونو د نړیوالو او مسلمانو هېوادونو سخت او توند غبرګونونه راپارولي دي؛ خو دوی د ښځو پر وړاندې د خپلې پالیسيو بدلولو ته چمتو نه دي.
په همدې حال کې، د دولسم ټولګي څخه فارغې نجونې د طالبانو پر چلند نیوکه کوي او وايي چې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
له بلې خوا له شپږم ټولګي پورته زدكوونكې نجونو تل د طالبانو پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې زده کړه او د زده کړو دوام د دوی انساني، اسلامي او بشري حق دی.