افغانستان

پټل: ویسټ د امريكايي بنديانو د خوشې کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانت پټل ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د طالبانو پر پلاوي فشار راوړی چې د طالبانو له خوا نیول شوي دوه امریکايان خوشي کړي.

پټل په یوه خبري کنفرانس کې ويلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو له لوري د دوو امریکايي اتباعو د «قید او شرط پرته» خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د طالبانو له بنده د دوو امريكايي بنديانو د خوشې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل،«د دغو ليدنو په ترڅ کې، ځانګړي استازي توماس ویسټ په افغانستان کې د امریکايي اتباعو چې په ناحقه په افغانستان کې بنديان شوي دي، سمدستي او غیر مشروطه خوشې کولو ټینګار وکړ او ويلي يې دي چې دغه نيونې د نړيوالې رسميت پېژندنې په برخه کې د طالبانو د غوښتنې مخنيوى کوي.  متحده ایالاتو چارواکي په دوامداره توګه او په هر فرصت کې د دوی د خوشې کولو لپاره کار کوي.»

تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت دوو جګپوړو چارواکو این بي سي نیوز ته ویلي وو چې طالبانو دوه امریکايان بنديان  کړي دي.

یو له هغو امریکايي اتباعو څخه چې د طالبانو له خوا نیول شوی، راین کوربټ دی، چې کورنۍ یې د خوشي کولو لپاره  پر امریکايي چارواکو فشار راوړى دى.

د امریکا د کانګریس غړې کلاډیا ټني مخکې ویلي وو چې دغه امریکايي وګړى د ۲۰۲۲ کال د اګست له شلمې نیټې راهيسې په  افغانستان کې له کوم تور پرته د طالبانو له خوا نیول شوی دی.