افغانستان ښځې

د افغانستان د ښځو د همغږۍ بنسټ: د دوحې په دريمه ورځ غونډه کې د ښځو استازې نه وې

د افغان ښځو د همغږۍ بنسټ په  دوحه کې «د افغان مدني ټولنې سره د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډونوال »له طالبانو سره د مدني ټولنې د همکارۍ استازي” بللي دي.

دغه بنسټ پر اېکس ليکلي، چې د ملګرو ملتونو غونډه، چې دا سازمان  يې افغان مدني ټولنې او ښځو سره ناسته بولي، «یوه اړخېزه ناسته» وه او د افغان میرمنو استازو پکې ګډون نه درلود.

د افغانستان د ښځو د همغږۍ بنسټ وايي، د ملګرو ملتونو د ښځو د حقونو ۷۰۰ فعالانو د «مدني ټولنې او افغان ښځو سره د ملګرو ملتونو ناستې» په نوم د یوې اړخیزې غونډې د ترسره کولو له امله غندلې ده.

د ملګرو ملتونو پلاوي چې مشري یې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډي کارلو او یو شمېر ځانګړو استازو کوله، د طالبانو په ګډون پرون (سه شنبه چنګاښ  ١٢)  د دوحې د دریمې غونډې له پای ته رسېدو وروسته  د ملګرو ملتونو په وينا له مدني ټولنو او ښځو سره بله ناسته ترسره کړه.

خو د افغانستان د ښځو د همغږۍ بنسټ وايي، چې د غونډې ګډونوال د «فرصت غوښتونکو ښځو» یوه ډله وه، چې د افغان ښځو او مدني ټولنې استازیتوب یې نه کاوه.

د ملګرو ملتونو په وينا په پرونۍ«د افغانستان د مدني ټولنې استازو او مېرمنو سره د ملګرو غونډه» کې افغانستان څخه د یوه سړي په ګډون اوو کسانو ، چې له دې ډلې یې درې تنه د افغان ښځو او مدني ټولنې غړي وو، او پنځه تنو له لرې واټن(آنلاين بڼه) دې غونډې کې ګډون کړى وو.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو پلاوي چې مشري یې روزمیري ډي کارلو کوله، په رسنیو کې د دغو کسانو د هویت له خپرولو مخنيوى وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر افغان او نړیوالو ښځو په دې غونډه کې د ګډون لپاره  د ملګرو ملتونو بلنه رد کړې وه.

په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانو، د ښځو غورځنګونو، مدني ټولنو او افغان اعتراض کوونکو ښځو دا غونډه«غندلې»او ویلي دي، چې د دوحې غونډه له «طالبانو سره د نړۍ جوړجاړى» دى.