افغانستان

د دوحې غونډه به نن په ځايي وخت ماښام په شپږ بجې پېل شي

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې لومړۍ ورځ نن (یکشنبه، چنګاښ  ١٠) په ځايي وخت د ماښام په ۶ بجو پیل شي.

د دوحې د غونډې له ځای د آمو خبريال وايي، چې د دې غونډې لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي او امنيتي مسٶلينو د پلټنه کوونکي سپي هم ځاى پر ځاى کړي دي.

هغه وايي چې اوس د دې غونډې په ځای کې د هېوادونو او سازمانونو ځانګړي استازي په ناستو او شخصي خبرو بوخت دي.

د آمو خبریال وايي چې د غونډې په پیل کې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیاله او د غونډې کوربه روزميري ډی کارلو وینا کوي او بیا به د کوربه هېواد په توګه د قطر استازی وینا کوي. ورسته له دې به د طالبانو د ګډون کوونکي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد وینا وکړي.

د آمو د خبريال د معلوماتو له مخې، له دې وروسته هر ځانګړی استازی کولای شي د درېيو دقيقو لپاره د موضوع په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې  حال کې ده، چې د نږدې ټ،د ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په دې غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلي دي.

دا غونډه د دوحې په «ریتز کارلټن» هوټل کې ترسره کېږي.