افغانستان

په هرات کې د ترافيکي پيښې له امله درې تنو ژوند له لاسه ورکړ

په هرات ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله درې تنم مړه  شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

د هرات د کشک رباط سنګي لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال عبدالرحيم رحماني وايي، چې دا پېښه پرون(چهارشنبه د چنګاښ٦)  له غرمې مخکې د هرات – تورغنډۍ پر لويه لاره رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې  يو سراچه ډوله موټر له یو ټېلر سره ټکر وکړ.

رحماني زیاته کړه، «پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو شخصي سراچه ډوله موټر د هرات – تورغنډۍ پر لویه لاره د سړک پر غاړه ولاړ یو ټرانزیټي موټر سره ټکر وکړ.»

د هرات ولايت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د مرستيال ولسوال په وينا، سراچه موټر د دغه ولايت د ګلران ولسوالۍ پر لور روان و.

د يادونې وړ ده، چې مړي او ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.