افغانستان

طالبانو په پروان کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه په «عام محضر» کې په درو ووهل

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې نن (سه شنبه،چنګاښ ۵ ) دوی یوه ښځه د «کور څخه د تیښتې» په تور او دوه نورې یې په عام محضر کې د «غلا» په تور په وهلي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان هر یو په یو کال « تنفیذي بند» او «۳۹ درو» باندې محکوم شوي دي.

 طالبانو پر افغانستان د بيا واک تر لاسه کولو راهيسې د دُرو وهل، د بدن د غړو غوڅول او د درو هلو  په ګډون جسمي سزاګانې بیا پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د هېواد اوسېدونکي وايي چې طالبان نه دي بدل شوي او یو ځل بیا د افغانستان پر خلکو خپله پخوانۍ تګلاره عملي کوي.

پرون د طالبانو سترې محکمې د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې یوه ښځه د زنا په تور ۳۹ دُرې وهلې وه.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د غبرګولي په ۱۴ مه په پلخمري ښار کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۶۳ کسان په درو ووهل.

د بشري حقونو بنسټونو تل د طالبانو له خوا د دغه ډول مجازاتو په اړه غبرګون ښودلی او له طالبانو یې غوښتي چې دا ډول مجازات ودروي.