د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي یو سلاکار دی ذاکر جلالي، د ویانا غونډې ته په غبرګون کې ويلي چې«هیڅوک چمتو نه دي چې د ناکام شويو مهرو په خبرو حساب وکړي.»
هغه پر اېکس په یوه مقاله کې، د ویانا د غونډې ګډونوال د «سرګردانه ډله» بللي.
د ویانا غونډه پرون (دوشنبه، د چنګاښ ۴مه) د طالبانو پر ضد د ۷۰ سیاسي او مدني شخصیتونو په ګډون په اتریش کې جوړه شوه.
دا غونډه د دوحې د درېیمې ناستې په څنډه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شوې وه، چې په کې به یوازې طالبان د نړیوالې ټولنې له ځانګړو استازو سره خبرې وکړي.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو په غوښتنه د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنو ګډون لغوه شوی دی.
خو په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا ویلي، چې په دوحه کې له اصلي ناستو وروسته به د هېوادونو ځانګړي استازي د ښځو او مدني ټولنو له استازو سره هم وګوري.
په همدې حال کې ذاکر جلالي د ویانا غونډې ته په غبرګون کې زیاته کړه: «هغه کسان چې نه پلان لري، نه ولسي ملاتړ او نه د نړیوال سیاست درک نه لري او بیا هم د بهرنيانو اقدام ته د اميد په تمه ګوري، په ناکامۍ محکوم دي.»
د ویانا په غونډه کې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د افغانستان د ازادۍ جبهې لوړپوړي غړي محمد محقق او یو شمېر نورو افغان سیاسي او مدني شخصیتونو ګډون او ویناوې وکړې.
احمد مسعود تر غونډې مخکې د آمو خبريال ته ويلي چې د دې غونډې موخه د افغانستان لپاره د« حل لارې » موندل دي.