افغانستان ښځې

د افغانستان د ښځو د ازادۍ غورځنګ: په دوحه کې درېیمه غونډه «له ترهګرۍ سره جوړجاړى» دى

د افغان ښځو د ازادۍ غورځنګ د دوحې دریمه ناسته «وغندله» او دا یې له ترهګرۍ سره جوړجاړى» وباله.

د دغه خوځښت د غوښتنې په متن کې راغلي: «د طالبانو واکمني یو تبعيضي رژیم دی او د افغانستان له ټولنیز بنسټ، ولسي ځواکونو او مدني ټولنې سره هېڅ اړیکه نه لري.»

دغه اعتراض کوونکې مېرمنې وايي چې «د واک ترلاسه کول او د نظام انحصارول » د ولسي مشروعیت د ترلاسه کولو په معنا نه دي او دوی طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی په استازیتوب له نړۍ سره خبرې وکړي.

د افغان ښځو د ازادۍ غورځنګ همداراز وايي چې «طالبان د افغانستان واقعیت نه دی» او دوی پرته له دې چې د افغانانو اجتماعي ارادې ته «له قید او شرطه پرته» تسلیم شي بله چاره نه لري.

دې غورځنګ نړۍ؛ په تېره بیا ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره جوړجاړى د ټولو بشري ارزښتونو او عصري بشري حقونو، چې د ملګرو ملتونو د جوړېدو اخلاقي او سیاسي بنسټ دی  پرخلاف دى.

د افغان ښځو د ازادۍ غورځنګ د غوښتنې په یوه برخه کې راغلي: «له طالبانو سره د جوړجاړي په هدف د هرې غونډې غندنه کوو، له ملګرو ملتونو او هېوادونو څخه غواړو چې له طالبانو سره د افغانستان د خلکو لپاره د خپلو خبرو لوری بدل کړي او د افغانستان د خلکو د حقیقي غوښتنو او انسانیت د پوره کولو لپاره باید هڅې وکړي.»

ياد غورځنګ وايي، ملګري ملتونه او د هغې غړي هېوادونه دنده لري چې په افغانستان کې«جنسيتي تبعيض» د جرم په توګه په رسميت وپيژني.

دغو اعتراض کوونکو ښځو همداراز له ملګرو ملتونو او نړۍ وغوښتل چې د افغانانو د غوښتنو د پوره کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار سازمان مخکې ویلي وو چې ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې غونډې له اجنډا څخه په پراخه کچه د ښځو د حقونو بحث لرې کړی دی.

ټاکل شوې چې په راتلونکو شپږو ورځو کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه د قطر په کوربه توب او د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شي.

خو سټیفن دوجاریک پرون (یکشنبه، د چنګاښ ۳مه)  ويلي چې بشري حقونه او د ښځو حقونه د دوحې د غونډې برخه ده.