په یوه ورځ کې نږدې ۱۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ويستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړی، چې په تېره یوه ورځ (شنبه، د چنګاښ دويمه) له پاکستان او ایران څخه ۱۴۸ کډوالې کورنۍ په «جبري او اختياري» ډول ایستل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس زیاتوي چې ۲۸ کورنۍ د تورخم له لارې او ۱۷ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۱۳ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پولې له لارې هېواد ته داخلې شوې دي او همدا راز ۹۰ نورې کډوالۍ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د شړلو دویم پړاو پیل کړی او ایران هم د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.