یوې افغانې ښځینه خبریالې شبنم خان دوران له بریټانوۍ «انډیپنډنټ» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طالبانو د هغې کورنۍ ته د مرګ ګواښونه کړي او پلار یې هم وهلی دی.
يادې خبریالې زیاته کړه چې طالبانو د هغه پلار دومره ووهلو چې سر یې وینې او لاسونه او پښې یې ماتې شوې.
هغه زیاتوي چې په دې وروستیو کې طالبانو د هغې کورنۍ ځورولې چې له امله یې پټېدو ته اړ شوې ده.
آغلې دوران ويلي چې طالبانو هغې ته اخطار ورکړی چې «د دوی ننګول پرېږدي» که نه نو مور او پلار به یې ووژني.
شبنم خان دوران اوس له خپلو دوو کوچنیو خویندو سره په بریتانیا کې ژوند کوي او پلار یې د پخواني افغان حکومت پوځ پیلوټ دی.
نوموړې خبریالې انډیپنډنټ ته زیاته کړه: « طالبان چې په قصدي ډول او په کومې طریقې سره د هغه مور او پلار تعقیبوي» ډارونکې ده.
آغلې دوران وايي: «کله چې زه په افغانستان کې وم، ډېری کسان چې په خپل وخت نه وو وتلي، تعقیب او ووژل شول.»
طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته لسګونه خبریالان بندیان او شکنجه کړي دي.