افغانستان

طالبانو د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی

د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې نن (شنبه، د چنګاښ دويمه) او سبا (یکشنبه، د چنګاښ درېمه) د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو امکان شته.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، دایکندي، بامیان، سمنګان، غور ولایتونو سرپل او فاریاب به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د سیلابونو او باران شاهدان  وي.

په دې ولایتونو کې د باران اندازه د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو تر منځ  او د بادونو اندازه د ۵۰ او ۷۵ کیلومترو ترمنځ اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره يوه مياشت کې د افغانستان ډېرې سيمې د سېلابونو له امله سخت زيانمنې شوې دي.