افغانستان

لوړپوړی روسي څېړونکی: القاعده د افغانستان د کانونو په کندنې او قاچاق کې لاس لري

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوالو مطالعاتو د انسټيټيوټ لوړپوړي څېړونکي جیورګي ماچیتیدزه په یوه مقاله کې لیکلي دي چې القاعده شبکه د افغانستان د کانونو په استخراج او قاچاق کې لاس لري.

د روسي ژبې ورځپاڼې « نيزويسيمايا ګزيته» چې د دغه روسي څېړونکي مقاله يې خپره کړې وايي، د القاعده شبکې له طالبانو سره د خپل ځانګړي شهرت له کبله په غزني، لغمان، اروزګان، پروان ولایتونو کې اته پوځي کمپونه جوړ کړي دي او په پنجشیر ولایت کې د وسلو يوه مرکزي زېرمه جوړه کړې ده.

طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د دوی تر ادارې لاندې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون نه لري.

خو دغه روسي څېړونکي د (د افغانستان د بې ثباتۍ سیمه ییزې پایلې) تر سرلیک لاندې په خپله مقاله کې لیکلي چې القاعده شبکه په تخار او بدخشان کې هم پر یو شمېر کانونو څارنه کوي.

په دې مقاله کې ويل شوي چې القاعده شبکې د دغو کانونو د استخراج لپاره په لسګونو زره کارکوونکي ګمارلي دي.

د دغه روسي څېړونکي په وینا القاعده د دغو کانونو ګټه له طالبانو سره شریکوي.

ښاغلي ماچيتيدزه لیکي چې القاعده شبکې په تېرو دوو کلونو کې د بدخشان د سرو زرو له خرڅلاو څخه دوه سوه میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د القاعدې د اوسني مشر سيف العدل د زده کړې او پوځي روزنې په موخه د خپلو ملاتړو او ملګرو بلنې د روسيې په ګډون د سيمې د هېوادونو اندېښنې راپارولي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بنسټونو شننونکو ډلې راپور ورکړی و، چې د دوحې له ژمنو سره سم، د القاعدې په ګډون له سخت دریځو ډلو سره د طالبانو اړیکې نه دي پرې شوي.

په همدې حال کې، د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسف په خپله وروستۍ وینا کې افغانستان د منځنۍ اسیا د هېوادونو د «بې ثباتۍ» اصلي سرچینه بللې ده.