په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیال رابرټ ووډ وايي، د نجونو پر زده کړو د طالبانو پرله پسې بندیز د افغانستان پر راتلونکو نسلونو ناوړه اغېزې لري.
رابرټ ووډ پرون (جمعه د چنګاښ ١) د امنیت شورا په غونډه کې ويلي چې د طالبانو له خوا پر افغان ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو له امله زیانونه له پامه نه شي غورځول کېدای.
ښاغلي ووډ زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو؛ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په کمه موده کې پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه او بندیزونه لګولي، چې د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړیوالو بنسټونو او هېوادونو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.
طالبانو ښځې او نجونې د کار، زده کړې، لوړو زده کړو له حقونو او همدارنګه په عامه ځایونو کې له تګ راتګ او حضور څخه منع کړي دي.
داپه داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي؛ خو د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې ملګرو ملتونو په پراخه کچه د ښځو د حقونو بحث د دې غونډې له اجنډا څخه لرې کړی دی.
بل خوا د افغانستان د ښځو د حقونو یو شمېر بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو د دوحې درېیمه غونډه د ښځو د نه ګډون له امله غندلې ده.