ګارډین د بشري حقونو د ځینو ډلو او سیاستوالو په حواله راپور ورکړی چې د دوحې له دریمې غونډې څخه د ښځو ایستل له افغان ښځو او نجونو سره «خیانت» دی.
ګارډین لیکلي دي چې طالبان نه غواړي چې د دوحې په غونډه کې ښځې ګډون وکړي.
په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان مخکې ویلي وو چې ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې غونډې له اجنډا څخه په پراخه کچه د ښځو د حقونو بحث لرې کړی دی.
ګارډین همداراز لیکلي دي چې د جون په ۳۰مه په قطر کې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې له اجنډا څخه د ښځو حقونه حذف شوي دي.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا پرون (جمعه د چنګاښ ۱) د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د دوحې د غونډې په دویمه ورځ به ښځې هم ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو د واک ته رسېدو راهيسې پر ښځو ډېر سخت بنديزونه او محدوديتونه ولګول شول.
کابو درې کاله کېږي چې د طالبانو د شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړلي او همداراز دوى پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو پر تګ هم بندیز لګولی دی.
له بلې خوا طالبانو په عامه ځایونو کې د ښځو پر حضور سخت بندیزونه لګولي دي، چې پکې حمامونو، سينګارتونونو او پارکونو ته تګ هم شامل دی.
تازه، طالبانو د اوسنیو ښځینه کارمندانو معاشونه، او همدارنګه هغه میرمنې چې په کور کې نظر بندې دي او د طالبانو لخوا دفترونو ته د تلو اجازه نه لري، ٥،٠٠٠ افغانیو ته راټیټه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه له لسو ورځو څخه په کمه موده کې په قطر کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو او احتمالاً د طالبانو د استازي په ګډون جوړه شي.