په جنوبي وزیرستان کې نامعلومو وسله والو د جمعیت علمای اسلام پاکستان یو غړی په نښه کړی دی.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې دا پېښه د جنوبي وزیرستان په خمرنګ سيمه کې شوې ده.
د دغو راپورونو له مخې، دین سعید بوبلاي په جنوبي وزیرستان کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان له مهمو غړو څخه و.
د هغه کورنۍ وايي، چې دین سعید بولايي له هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په پاکستان کې د وسله والو نښتو تر څنګ په وسله والو بریدونو او چاودنو کې زیاتوالی راغلی دی.
د يادونې وړ ده، چې د دغو بريدونو ډېرى مسووليت تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)پر غاړه اخيستى دى.