د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، تاجکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون مخالف دی.
ازبک رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه سازمان کې د طالبانو له شتون سره د تاجکستان مخالفت د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د وزیرانو په وروستۍ غونډه کې د اختلاف موضوع وه.
د دغه راپور پر بنسټ، د شانګهای د همکارۍ سازمان په وروستۍ غونډه کې چې د مٸ په ۲۰ او ۲۱ په قزاقستان کې ترسره شوه، ډېری برخه والو د شانګهای همکارۍ – افغانستان ډلې د کار د بیا پیلېدو غوښتنه کوله.
خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ریانووستي سره په خبرو کې وویل: “زموږ تاجکستاني ملګري په دې برخه کې ځانګړې ملاحظې لري.« موږ هیله لرو چې دوی به ژر تر ژره پر خپل دریځ بيا کتنه وکړي.»
یو کال وړاندې طالبانو ویلي وو چې د دوی استازي د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې د ګډون مشروع حق لري.
طالبانو په هغه وخت کې اعلان وکړ: «موږ د امنیتي او سیمه ییزو همکاریو لپاره د همغږۍ د ښه کولو لپاره د دا ډول غونډو هرکلی کوو او په دغو غونډو کې د افغانستان ګډون (د ناظر غړي په توګه) خپل مشروع حق ګڼو.»
طالبانو استدلال کړی چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې د دوی نه ګډون د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نه همغږۍ لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو، چې له طالبانو سره اړیکو ټينګولو ته اړتيا لري او زیاته کړې یې وه، چې دوی (طالبان) د افغانستان اوسنی ځواک دی.